د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په کچه د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو

17 حوت 1401

9449.jpg (1024 × 576)

د کابل ښار د سمسورتیا او زرغونتیا په موخه، په پنځمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپیاین د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور، د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د څه باندې ۵۰۰۰  تنه ښاریانو په ګډون، د قرغې- کمپنۍ نښلوونکي سړک په اوږدو کې د (۷۰۰۰) نیالګيو او زینتي بوټو په کېنولو سره ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال وویل: که هر ښاري یو نیالګی کېنوي او له هغه سمه ساتنه وکړي، ډېر ژر به د زرغون او ښایسته کابل شاهدان و اوسو. نوموړي د نیالګیو کېنول د ښو انسانانو خاصیت وباله او هیله یې څرګنده کړه چې، د دنیا او آخرت د اجر په موخه باید یو نیالګی کېنوو او ساتنه ترې وکړو. د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال بیا په خپلو خبرو کې د زرغونو سیمو په پراختیا کې د ښاریانو رول اړین وباله. ښاغلی سجستاني وویل چې، کابل ښاروالي به د ښاریانو په مرسته د کابل ښار بڼې ته مثبت بدلون ورکړي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست به د ونو د خړوب په برخه کې له بېلابېلو لارو او سیستمونو کار واخلي. د څاڅکو سیسټم فعالول او په لښتیو کې د اوبو د تصفیې سیسټم رامنځته کول د یاد ریاست تر کار لاندې پروګرامونه دي چې، په دې توګه به له کارول شویو اوبو څخه د ونو په خړوب کې ګټه پورته کړل شي.