د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یوولسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو

17 حوت 1401

9451.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د زرغونتیا په پار او د نیالګیو کینولو د کمپاین پر دوام، د یوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې مېنې د لمړۍ برخې پارک کې، د  کابل ښ پراروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو ریاستونو د رئیسانو، دیني عالمانو، ګذر وکیلانو، ځوانانو او سلګونو ښاریانو په ګډون، د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شو. په هغو مراسموکې چې له همدې امله جوړ شوي وو،د کابل ښاروالۍ ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال ښاریان نیالګیو کېنولو ته وهڅول او ویې ویل چې، کابل ښاروالي به د خپلو پلانونو د پلي کولو پر بنسټ د کابل ښار زرغونتیا ته پراختیا ورکړي. نوموړي زیاته کړه چې، له زرغونتیا پرته ژوند له ګواښونو سره مخ کیږي او که چېرته ښاریان په نیالګیو کېنولو کې مرسته وکړي، لیرې به نه وي چې، د یوه ښایسته او زرغون کابل ښار شاهدان و اوسو. د یوولسمې ناحیې رئیس مولوي حافظ مرجان حیدر او د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان د یادې ناحیې د زرغونو سیمو د پراخه کولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې، د یوولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې به زرګونه نیالګي کېنول شي او د خړوب په برخه کې یې هم ځانګړي پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي. د یادونې وړ ده چې، د ښار په کچه د ګلدانونو، پارکونو او تفریحي سیمو د زرغونتیا چارې روانې دي. له زرغونو سیمه سمه ګټه اخیستنه، د ټولو ښاریانو ګډ ملي او دیني مسئولیت دی