الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په لومړۍ ناحیه کې د نیالګیو کینولو کمپاین ترسره شو

17 حوت 1401

9453.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري، په داسې حال کې چې، د کابل ښاروالۍ دبیلابیلو ریاستونو رئیسانو، د عالمانو شورا غړو، ګذر وکیلانو، ځوانانو او سلګونو ښاریانو هم ګډون درلود، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لومړۍ ناحیې اړوند په باغ قاضي سیمه کې د نیالګیو کینولو کمپاین ترسره شو.  د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې د دې ناحیې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د خپلو کورونو هټیو او ملکیتونو مخې ته یو نیالګی کینوي او ساتنه یې وکړي، ځکه ونې په ښاري ژوندکې ډیر ارزښت لري. ښاغلي منصور وویل، چې اړینه ده د یوه ښکلي او زرغون ښار د درلودولو په نیت، ددې ناحیې د بیلابیلو سیمو زرغونتیا ته پاملرنه وشي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکيل متوکل، د لومړۍ ناحيې رئیس مولوي محمد عالم عاصم او د یادې ناحیې  ګذروکيلانو ژمنه وکړه، چې په بېلابېلو ځايونو کې به زرګونه نيالګي کېنوي او په غوره توګه به ترې ساتنه کوي