د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دریمې ناحیې دوه ښاري سیمې پاکې او ووینځل شوې

18 حوت 1401

9457.jpg (1820 × 1024)

د دریمې ناحیې اداري ودانۍ ته مخامخ او د دهبوریو په سیمه کې رحمن بابا لېسې ته څېرمه سړک او پلې لارې له کثافاتو پاکې او ووینځل شوې. د دریمې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر سیف الاسلام وویل چې، د رحمن بابا لېسې ته څېرمه د پلو لارو په اوږدو کې یوه زرغونه سیمه شته چې، له ډېرې مودې را پدیخوا ترې یو شمېر فرصت غوښتونکو ناسمه ګټه اخیسته او د رفع حاجت په ځای بدله شوې وه، چې اوس مهال له کثافاتو او نورو چټلیو پاکه او ووینځل شوه او د زرغونتیا په موخه یې نیالګي کېنول شول. دغه راز په یاده سیمه کې یوه لوحه نصب شوه، څو په راتلونکې کې په دې ځای کې ښاریان نظافت په جدي توګه په پام کې ونیسي. د یادې سیمې په ۵۰ مترۍ کې ښاري تشنابونه شته او ښاریان کولای شي هلته خپل ضرورت رفع کړي. د دریمې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر زیاته کړه چې، ښاري فرهنګ په پام کې نیول او له ښاري سیمو سمه ګټه اخیستنه د ټولنې جدي اړتیا ده