د کابل ښار د سمسورتیا او ښکلا په موخه دریو خصوصي ادارو، اسلامي بانک، عزیزي بانک او اونکس شرکت د ۲۰۰۰ نیالګیو په برابرولو سره د کابل ښار په زرغونتیا کې خپله ونډه اداء کړه. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئيس مولوي عبدالوکيل متوکل د يادو متشبثينو له مشرتابه مننه وکړه او ویې ويل، چې دغه نيالګي به د څلورمې او لسمې ناحيې اړوند په شهرنو پارک او نورو سیمو کې کېنول شي
اسلامي بانک، عزیزي بانک او اونکس شرکت د ښار په زرغونتیا کې برخه واخېسته
18 حوت 1401