د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو چارې پیل شوې

18 حوت 1401

9461.jpg (1820 × 1024)

د زرغونو سیمو د پراخه کېدو او د کابل ښار د ښکلا په موخه د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د رئیس، د اتمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالحی حکیمي، ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ځوانانو په ګډون په رحمن مېنه کې د نیالګیو کېنولو چارې پیل شوې. په یادو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس په خپلو خبرو کې ښاریان د نیالګیو خړوب او ساتنې ته راوبلل او زیاته یې کړه چې، زرغونې سیمې د انسان په ژوند کې خورا ډېر ارزښت لري او له زرغونو سیمو پرته ښاري ژوند له ننګونو سره مخ کیږي. د نوموړي په وینا د نیالګيو کېنول صدقه ده او ونې ته اوبه ورکول تږي انسان ته د اوبو ورکولو مانا ورکوي. د اتمې ناحیې رئیس په خپلو خبرو کې وویل چې، د یادې ناحیې زرغونو سیمو ته پراختیا ورکول کیږي او د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې به زرګونه نیالګي او زینتي بوټي کېنول شي. د اتمې ناحیې د ګذر وکیلانو شورای مرستیال محمد عمران امیري ژمنه وکړه چې د زرغونو سیمو په ساتنه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي او د یادې ناحیې د اوسېدونکو په ملاتړ به بېلابېل نیالګي کینوي او ساتنه به یې کوي