الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د افغان روغتون ډاکترانو د پنځلسمې ناحیې په زرغونتیا کې برخه واخیسته

20 حوت 1401

9463.jpg (1820 × 1024)

د زرغون او ښکلي کابل جوړېدو په هیله د افغان روغتون ډاکترانو د (۹۰۰) نیالګیو او زینتي بوټو په برابرولو سره د کابل ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د پنځلسمې ناحیې رئیس عبدالبصیر خلیلي اخندزاده د افغان روغتون د ډاکترانو دا نیک او پرځای ګام وستایه او ویې ویل چې، یاد نیالګي به د اتم ګذر اړوند په رودکي پارک او د ۲۱ ګذر اړوند د کابل ښار په زرغون کمربند کې کېنول شي. د افغان روغتون رئیس ډاکتر عزیزالله امیري وویل چې، زرغونتیا د انسان په روغتیا کې مهم رول لري او له ښاریانو یې وغوښتل چې، د نیالګیو په خړوب او ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. کابل ښاروالي په یوازې توګه نشي کولای د ښار په کچه ټولې ونې او زرغونې سیمې خړوب کړي، په دې برخه کې د ښاریانو مرستې ته جدي اړتیا ده. د یادونې وړ ده چې، په دې نیالګیو کې (۴۰۰) د ناجو او عکاسۍ ونې او (۵۰۰) زنیتي بوټي او د مرسل ګلان شامل دي