د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال: د نیالګیو کېنولو فرصت له لاسه مه ورکوئ

20 حوت 1401

9465.jpg (1820 × 1024)

د نیالګیو کېنولو کمپاین پر دوام، د دولسمې ناحیې په کچه د نیالګیو کېنولو چارې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور،  د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل ، د دولسمې ناحیې د رئیس مولوي سحرګل نقشبندي، دیني عالمانو، ځوانانو، ګذر وکیلانو او د یادې ناحیې د ګڼ شمیر اوسېدونکو په ګډون د احمدشاه بابا مېنې د دریم بلاک له پارک څخه پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې د کابل ښار په آبادۍ او ښکلا کې د ښاریانو رول مهم وباله او له دوی  څخه یې غوښتنه وکړه چې، د نیالګیو کېنولوفرصت له لاسه ورنه کړي؛ ځکه د ونو کېنول جاری صدقه ده او زرغونې سیمې د انسان په ژوند کې خورا ډېر ارزښت لري. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا  او د دولسمې ناحیې رئیسانو هر یوه په خپلو خبرو کې وویل چې، دکابل ښار دزرغونتیاد په پار به د دې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې نیالګي کېنوي. د دولسمې ناحیې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د نیالګیو په کېنولو او خړوب کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي او په دې برخه کې به خپله ملي او دیني دنده ادا کړي