د شپږمې ناحیې د مسئولانو له لوري له هټیو، لویو پلورونځیو او مالګدامونو د څارنې په پایله کې (۱۵۰۰) کیلو ګرامه تېر وخته او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او د لمنځه وړلو په موخه ځانګړي ځای ته ولیږدول شول. په یادو توکو کې، شېدې، ملايي، نوشابه، چاکلیټ ، صابون، بیسکویت، چپس، د وینځلو مایع او یو شمېر نور شامل دي. فعالیت کوونکو ته وویل شول چې، د خپلو فعالیتونو په سیمه کې حفظ الصحې ته جدي پام وکړي، کنه له جدي قانوني چلند سره به مخ شي. هیله ده څو ښاریان د توکو پېرلو پرمهال نیټې او کیفیت ته په جدي توګه پام وکړي
۱۵۰۰ کیلو ګرامه تېروخته او بې کیفیته توکي له بازارونو راټول شول
20 حوت 1401