د څلورمې ناحیې د مسئولانو په غوښتنه د یادې ناحیې د بېلابېلو ګذرونو اوسېدونکو د خپلو استوګنځیو، هټیو او نورو ملکیتونو مخې ته نیالګي کېنول او ژمنه یې وکړه چې، له یادو نیالګیو څخه به په دوامداره توګه ساتنه کوي. هیله ده څو د نورو ناحیو اوسیدونکي هم د خپل ښه راتلونکې لپاره د مسئولیت احساس وکړي او د خپلو ملکیتونو مخې ته د نیالګیو په کېنولو سره خپله ملي او دیني دنده ادا کړي. د ښار په آبادۍ او زرغونتیا کې برخه اخیستنه، یو مهم او ارزښتناکه کار دی چې دا احساس باید په خلکو کې را ژوندی او غښتلی شي
د څلورمې ناحیې اوسېدونکو د خپلو ملکیتونو مخې ته نیالګي کېنول
20 حوت 1401