الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې اوسېدونکو د ښاري سیمو په زرغونتیاکې برخه واخیسته

21 حوت 1401

9475.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا او د زرغونو سیمو د پراختیا په پار، د لسمې ناحیې د بېلابېلو ګذرونو اوسېدونکو د سلګونو نیالګیو په چمتو کولو سره ،د یادې ناحیې اړوند د ښاري سیمو په زرغونتیاکې برخه واخیسته. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب وویل چې، دغه نیالګي د یادې ناحیې د اوسېدونکو له لوري چمتو شوي دي چې، له ناحیې سره په همغږۍ به د وزیرمحمد اکبرخان پر تپه، وزیرمحمد اکبرخان پارک، د قلعه خاطر پر تپه او له سلیم کاروان تر شهید هنګرها څلورلارې د سړک منځ  ګلدانونو کې کېنول شي. د سیمې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د کېنول شویو نیالګیو څخه به په دوامداره توګه ساتنه کوي. د لسمې ناحیې مسئولان هڅه کوي، څو ښاریان د ښار آبادۍ او زرغونتیا ته وهڅوي