د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قرغې بند په سیمه کې د نیالګیو کېنولو چارې پیل شوې

24 حوت 1401

9479.jpg (1200 × 675)

د تفریحي سیمو د ښکلا او د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه د څوارلسمې ناحیې اړوند د قرغې بند په ( زرغون کمربند) سیمه کې د زرګونو نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې. په یادو مراسمو کې چې، د کابل ښاروالۍ مسئولانو، د افغان روغتون ډاکترانو او د څوارلسمې ناحیې اوسېدونکو پکې ګډون کړی وو، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل چې، د کابل ښاروالۍ پرسونل اوس مهال د قرغې بند سیمې د زرغون کمربند په ۲۷۰ هکټاره ځمکه کې د ۱۵۰ زره نیالګیو او ونو په ساتنه او پالنه بوخت دي. د نوموړي په وینا د یادې سیمې د زرغونتیا د پراخولو په موخه ټاکل شوې ده ۲۵۰۰۰ نوي نیالګي هم کېنول شي، څو دا سیمه په یوه غوره تفریحي سیمه بدله شي. د ښاغلي متوکل په وینا مخکې د زرغون کمربند د خړوب او ساتنې مسئولیت د کرنې او اوبو لګولو وزارت پر غاړه وو، چې تېر کال دا مسئولیت کابل ښاروالۍ ته وسپارل شو. د قرغې بند په سیمه کې د زرغون کمربند ونې اوس مهال د یوې ژورې څاه او د اوبو د ۵ زیرمو له لارې چې د غونډۍ په سر کې موقعیت لري، خړوب کیږي. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد بیا په خپلو خبرو کې وویل چې، د کابل ښاروالۍ د مسئولانو او ښاریانو په ګډه همغږۍ به د تفریحي سیمو زرغونتیا پراخه شي. نوموړي د افغان روغتون له ډاکترانو څخه چې، د قرغې بند په زرغون کمربند کې یې د ۱۰۰۰ نیالګیو مرسته کړې ده، مننه وکړه. کابل ښاروالي پلان لري چې، د سوکاله ښاري ژوند رامنځته کولو، د هوا پاک ساتلو او د ذهني آرامتیا په موخه زرغونو سیمو ته پراختیا ورکړي