د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ملک اصغر څلورلارې کې د ښاري ښکلا یو سمبول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

24 حوت 1401

9481.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا پروګرامونو پر دوام په ملک اصغر څلورلارې کې د پامیر شرکتونو ډلې په مالي ملاتړ د ښاري ښکلا یو سمبول تر جوړېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور او د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال له هغو سوداګرو چې، تر دې دمه یې د ښاري ښکلا په پروګرامونو کې برخه اخیستې ده، مننه وکړه او ویې ویل چې، د داسې پروګرامونو په پلي کېدو سره به د ښار په بڼه کې غوره بدلون راشي. د نوموړي په وینا کابل ښاروالي د ښاري ښکلا لپاره نوي پلانونه تر لاس لاندې لري چې یو پر بل پسې به پلي شي. د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد بیا په خپلو خبرو کې وویل چې، د ډیزاین له مخې د ملک اصغر څلورلارې ښکلا چارې د خصوصي سکټور په مالي مرسته د (۲) میلیونه افغانیو په ارزښت په (۶) میاشتو کې بشپړې شوې دي.  په څو پوړونو کې د یوه سمبول جوړول، د اوبو فوارې، زرغونه سیمه، د نیالګیو او زینتي بوټو کېنول، د څراغونو نصب  او د کټارو د رنګول د یادې څلورلارې د ښکلا په چارو کې شامل دي چې، ورسره به د ښار په دې مرکزي برخه کې ښاري ښکلا لا ډېره شي