الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

څه باندې (۳۲۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي را ټول او ولېږدول شول

24 حوت 1401

9486.jpg (1820 × 1024)

په دې وروستېو کې د لومړۍ ناحیې کارکوونکو، د دې ناحیې اړوند بازارونو څخه (۳۲۶۰) کیلو ګرامه بې کیفیته توکې، چې د مصرف ټاکلې نېټه یې هم پای ته رسیدلې وه راټول او د له منځته وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د لومړۍ ناحیې رئیس مولوي محمدعالم عاصم په دې اړه وویل: په دغو توکوکې شیدې، قیماق، ترشي، د لوبیا او نخودو کنسرو، چپس، چاکلېت، بېسکویت، شامپو، صابون، ډول ډول د څښاک نوشابې، کچپ او د پرېمینځلو مایع شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې، د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار به، د لومړې ناحیې اړوندو بازارونوکې د خوړو توکو له کیفیت او مصرف له نېټې څخه جدي څارنه کیږي. ښاغلي عاصم له کابل ښاریانو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپل اړتیا وړ توکو د پېرودلو پرمهال دې د هغو کېفیت او د مصرف نېټې ته په جدي توګه پاملرنه وکړي