د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتلسمې او نولسمې ناحیې له سیمه ایزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

24 حوت 1401

9488.jpg (1200 × 675)

ښاري فرهنګ په پام کې نیولو او د عامه تاسیساتو ساتنې ته د ښاریانو هڅولو په موخه د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د اتلسمې او نولسمې ناحیې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال په خپلو خبرو کې خلک له کابل ښاروالۍ سره ګډې همکارۍ ته وهڅول او له ګډونوالو یې وغوښتل چې، د اسلامي او افغاني کلتور په دودولو کې خپل مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي. ښاغلي منصور د ونو کېنول یو اسلامي امر وباله او زیاته یې کړه چې، اړتیا ده د نیالګیو کېنولو په موسم کې هر ښاري یو نیالګی کينوي او له هغه دوامداره ساتنه وکړي. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد له یادې غونډې څخه موخه ښاریان خپلو مسئولیتونو ته متوجه کول وبلل او ویې ویل چې، په ښاري آبادۍ، پرمختګ او سوکالۍ کې د ښاریانو رول مهم او اړین دی. په غونډه کې د نولسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور فاتح، د اتلسمې او نولسمې ناحیې ګذر وکیلانو او دیني عالمانو هم خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره به په هره ښاري برخه کې مرسته کوي. د عامه پوهاوي په دې غونډه کې د ښاري فرهنګ اړوند یو شمېر ویډويي پیغامونه هم نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډ‌ونوالو د خوښې وړ وګرځېدل