الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ایران له مرستیال سفیر سره وکتل

28 حوت 1401

9494.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په کابل کې د ایران هېواد له مرستیال سفیر سیدحسن مرتضوي سره د پراختیايي پلانونو د پلي کېدو او د ښاري مدیریت په برخه کې د ایران هېواد له تجربو څخه د ګټې اخیستنې په موخه وکتل. کابل ښاروال وویل چې، د کابل او د ایران د لویو ښارونو ترمنځ باید معنوي اړیکې پیاوړې شي او په علمي او فني برخو کې یې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ، څو په دې توګه له فرصتونو سمه ګټه پورته کړل شي. نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالي پلان لري، څو د کثافاتو د مدیریت، ترانسپورټ او نورو برخو کې د ګاونډیو هېوادونو له تجربو ګټه واخلي او دغه راز خپلې تجربې هم له دوی سره شریکې کړې. ورته مهال د ایران مرستیال سفیر د کابل ښاروالۍ د پلانونو په پلي کېدو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې د کثافاتو د مدیریت ، ظرفیت لوړونې، ښاري ښکلا، د زیربناو د ډیزاین، د ښاري فرهنګ د ودې، د زرغونو سیمو د پراختیا او نورو ښاري برخو کې به هر اړخیزه مرسته کوي