د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیرمحمد اکبرخان څلورلارې د ښکلا چارې روانې دي

28 حوت 1401

9496.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا پروګرامونو پر دوام د وزیرمحمد اکبرخان څلورلارې د ښکلا چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وايي چې، د هوا له ښه کېدو سره سم د ښاري ښکلا پروګرامونو د پلي کولو چارې بیا پیل شوې دي. د کلتوري چارو ریاست له لوري د ( افغان یوناتید بانک) په مرسته په وزیرمحمد اکبرخان څلورلارې کې د ۹ متره په لوړوالي یو سمبول چې په سر کې یې د ۲ مترو په قُطر یو څراغ په نظر کې نیول شوی دی جوړیږي. د سمبول شاوخوا د اوبو فوارې، زرغونتیا، د کټارو نصبول او رنګول او د زینتي تیږو نصبول په نظر کې نیول شوي دي چې، په بنسټیزه توګه به یې چارې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. ښاغلي جواد وویل چې د کابل ښاروالۍ له لوري به د ښار په ډېرو نورو مسیرونو کې هم د ښاري ښکلا پروګرامونه پلي شي. د نوموړي په وینا دوی هڅه کوي څو د کابل ښار په بڼه کې غوره بدلون راولي او خلکو ته د روښانه راتلونکې زیری ورکړي