د عامه تاسیساتو د ساتنې او ښاري ښکلا رامنځته کولو په پار، د دریمې ناحیې د مسئولانو له لخوا، د سیمې د هټیوالو او ګرځنده پلورونکو په مرسته، د میرویس میدان هوايي پله ته د غځیدلي سړک منځني ګلدان د کټارو رنګولو چارې پیل شوې. څه موده وړاندې د یاد پله شاو خوا برخې رنګ شوې وې، چې ورسره د سیمې بڼې مثبت بدلون موندلی دی. د دغو کټارو په رنګولو سره به د ښاري ښکلا رامنځته کېدو سربېره، د ښاریانو په رواني لید کې به هم مثبت بدلون راشي
د میرویس میدان هوايي پله ته د غځیدلي سړک منځني ګلدان د کټارو رنګولو چارې پیل شوې
28 حوت 1401