الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ده افغانانو درې لارې د ښکلا چارې روانې دي

1 حمل 1402

9500.jpg (1820 × 1024)

د ښار په مرکزي برخو کې د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه، د ده افغانانو درې لارې د ښکلا چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري او د افغان پي خصوصي شرکت په مرسته پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وایي چې، په دې درې لارې کې د کابو( ۱۱ ) متره په لوړوالي په معیاري توګه د شاوخوا دوه میلیونه افغانیو په لګښت د ښکلا یو سمبول جوړیږي. د نوموړي په وینا د سمبول شاوخوا ته زرغونه سیمه، د اوبو فوارې، د روښنایۍ څراغونه، زینتي بوټي او د کټارو نصبول هم په پام کې نیول شوي دي. ښاغلی جواد زیاتوي چې، د سمبول په جوړولو کې د کابل ښاروالۍ د تېږو د تولید فابریکې له تیږو کار اخیستل کیږي او د یادې پروژې چارې په  لوړ کیفیت او پوره دقت ترسره کیږي. د ښار په مرکزي او نوموتو سیمو کې د ښاري ښکلا پروګرامونه یو پر بل پسې پلي کیږي  او ډېر ژر به ښاریان د ښار په بڼه کې د مثبت بدلون شاهدان و اوسي