د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې ترسره شوې

1 حمل 1402

9504.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ مقام په وړاندیز او د ریاست الوزرا محترم مقام د حکم له مخې ښاغلی مولوي عبدالغفور د اوومې ناحیې د رئیس، د اوومې ناحیې پخوانی رئیس مولوي سراج الدین تبدیلا د دولسمې ناحیې د رئیس په توګه او ښاغلی مولوي محمود د دولسمې ناحیې د مرستیال په توګه وټاکل شول او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر د رئیس حافظ عبدالقدیر حقاني له لوري کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.  د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس وویل چې، یادې ټاکنې د وړتیا پر بنسټ ترسره شوې دي او زیاته یې کړه چې، بدلون په اداره کې یو اصل دی څو په دې توګه د کابل ښاروالۍ مسئولان د خدمتونو وړاندې کولو او د وضعیت د غوره بدلون په برخو کې له ریښتینولی کار واخلي. نوموړي دغه راز وویل چې، ناحیې په ښار کې د کابل ښاروالۍ سیمه ایزې ادارې دي او مسئولان یې باید خلکو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي. نویو ټاکل شویو مسئولانو هر یوه په خپل وار ژمنه وکړه چې، د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې به هېڅ راز هڅې دریغ نه کړي او د خلکو د رضایت ترلاسه کولو لپاره به غوره کړنې ترسره کړي