د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 87.4750 افغانی
1 یورو 92.2200 افغانی
1 درهم 23.8250 افغانی
1 تومان 0.0028 افغانی
1 کلدار 0.3575 افغانی
1 هندی 1.0263 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دویمه ناحیه کې دپنځو نښلونکو سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

1 حمل 1402

9508.jpg (1820 × 1024)

ښاري او ترانسپورټي آسانتیاو ته د ښاریانو د لاس رسي په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر (UNOPS)  په مالي ملاتړ د (۷۸) زره امریکایي ډالرو په لګښت په دویمه ناحیه کې د پنځو نښلونکو فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې. د دویمې ناحیې رئیس مولوي شبیراحمد صابر وویل چې، دغه نښلونکي سړکونه د یادې ناحيې اداري ودانۍ ته څېرمه د کارته آریانا او بیني نېزار سیمې په (۴) او (۵) ګذرونو کې د ۴۰،۱۸۶،۷۳،۹۲ او ۴۳ متره په اوږدوالي او بېلابېل پراخوالي  سره چې، په ټوله کې (۴۳۴)متره کیږي په بنسټیزه توګه جوړیږي. نوموړي په راتلونکو ورځو کې  د دوه نورو نښلونکو سړکونو دجوړولو خبر هم ورکړ چې، ددغو سړکونو په جوړیدو سره به د سیمې د اوسیدونکو ترانسپورټي او سیمه یيزې ستونزې حل شي. د یادو سړکونو انجنیر وویل چې، په دې پروژه کې (۶۶۸۶)تنو ښاریانو ته کاري زمینه برابریږي او د پروژې چارې به  د لښتیو په ګډون په (۶۰) کاري ورځو کې بشپړې شي