د یادو شوو کوڅو د جوړولو کار، چې څه موده مخکې د کابل ښاروالۍ له خوا د نږدې سل زره امريکايي ډالرو په ارزښت د ملګرو ملتونو د پروژوې خدمتونو دفتر(UNOPS) په مرسته پيل شوى و، اوس هم دوام لري. دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه ( ۷۰۰ ) متره اوږدوالی لري،د لښتیو په ګډون کانکریټ کیږي ، چې په جوړیدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو په وړاندې شته ستونزې هوارې شي. تر اوسه ددغې پروژې چارې څه باندې ۴۰ سلنه پرمخ تللې او ډېر ژر به بشپړې شي
دشپاړلسمې ناحیې په ۱۴ م ګذر کې د دوو کوڅو د جوړولو کار روان دی
1 حمل 1402