د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحیې له سیمه يیزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

2 حمل 1402

9516.jpg (1820 × 1024)

د ښاري فرهنګ د ودې، د عامه تاسیساتو د ساتنې او  نورو ښاري موضوعاتو په اړه د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د شلمې ناحیې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د یادې ناحیې اوسېدونکي له کابل ښاروالۍ سره همکارۍ ته وهڅول او زیاته یې کړه چې، په تنظیف، زرغونتیا، نیالګیو کېنولو او د عوایدو په راټولولو کې د ښاریانو مرستې ته جدي اړتیا لیدل کیږي. ښاغلي منصور د شلمې ناحیې له اوسیدونکو وغوښتل چې، د اصیل افغاني او اسلامي کلتور په ترویج کې خپل فردي او ټولنیز مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد په خپله وینا کې د غونډې موخې بیان کړې او ویې ویل چې، ښاري فرهنګ په پام کې نیول د ښاري ژوند یوه جدي اړتیا ده او باید په دې برخه کې ټول لاس په کار شو او له ښار څخه د خپل کور غوندې ساتنه وکړو. په غونډه کې د شلمې ناحیې رئیس مولوي محمد عظیم مطمئن، د ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ځوانانو شوراګانو استازو هم خبرې وکړې او له کابل ښاروالۍ سره د هر راز مرستې کولو ژمنه وکړه. د یادونې وړ ده چې، د غونډې په لړ کې یو شمېر ویډیويي پیغامونه هم نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل