د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان په تفریحي سیمه کې د نیالګیو کېنولو لوی کمپاین ترسره شو

2 حمل 1402

9518.jpg (1820 × 1024)

د زرغونو سیمو د پراختیا او ښاري ښکلا په موخه د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د پغمان په عمومي بڼ او ور څېرمه سیمو کې د نیالګیو کېنولو لوی کمپاین د زرګونو نیالګیو په کېنولو، نښې ویشتلو او د لوبغاړو له لوري د نندارو په  وړاندې کولو ترسره شو. په دې کمپاین کې چې، دیني عالمانو، ګذر وکیلانو، لوبغاړو او ځوانانو ګډون کړی وو، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد د اسلام له نظره د نیالګیو کېنولو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې، زرغونې سیمې د انسان د روغتیا په برخه کې اغیزمن رول لري. نوموړي زیاته کړه چې، د لوبو نندارې یې نیالګو کېنولو ته د ښاریانو د هڅونې په موخه په لاره اچولې دي، څو په دې توګه د ښار په کچه زرغونې سیمې پراخه شي.  د څوارلسمې ناحیې رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني نیالګیو کېنولو ته د یادې ناحیې اوسېدونکي وهڅول او ویې ویل چې، د پغمان تفریحي سیمې په بېلابېلو برخو کې به زرګونه نیالګي او زینتي بوټي کېنول شي او په دوامداره توګه به یې ساتنه وکړي. د ښاغلي عرفاني په وینا د یادې ناحیې مسئولان به د پغمان تفریحي سیمې په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د آسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې هېڅ راز هڅې دریغ نه کړي