الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

زرنګار پارک ته څېرمه درې لارې کې د ښاري ښکلا سمبول د جوړولو چارې پیل شوې

2 حمل 1402

9520.jpg (1820 × 1024)

د زرنګار پارک شمال ختیځ خوا ته درې لارې کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د ګلبهار شرکت په مالي ملاتړ د ښاري ښکلا یوه سمبول د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې. د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال د ښاري ښکلا په چارو کې د سوداګرو له ګډون او برخې اخیستنې مننه وکړه او ویې ویل چې، د کابل ښاروالۍ له لوري د ارزول شویو پلانونو په پلي کولو سره به ډېر ژر ښاریان د ښار په بڼه کې د مثبت بدلون شاهدان و اوسي. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد بیا په خپلو خبرو کې وویل چې، د ښار په نوموتو سیمو کې د ښاري ښکلا پروګرامونو له پلي کولو څخه موخه، د اسلامي، تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ساتل او د ښاري ښکلا رامنځته کول دي.ښاغلي جواد زیاته کړه چې، تر اوسه د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ښاري ښکلا سمبولونه جوړ شوي دي چې، دا کار د ښاریانو له تود هرکلي سره مخ شوی دی. په یاده درې لارې کې له داخلي تولیداتو څخه په ګټې اخیستنې د ۶ مترو په لوړوالي او د درې متره په پلنوالي د یو میلیون افغانیو په لګښت د ښاري ښکلا یو سمبول جوړیږي چې، چارې به یې تر یوې میاشتې پورې بشپړې شي. د دې ترڅنګ د ډیزاین له مخې د درې لارې شاو خوا د ګلدانونو جوړول او د جدولونو او کټارو نصبول هم په پام کې نیول شوې دي. د ګلبهار سوداګریز ګروپ مرستیال غلام رباني رباني وویل چې، د ښار آبادي او رغونه یوازې د کابل ښاروالۍ مسئولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې ملي سوداګر او ټول ښاریان مسئولیت لري، چې باید په سمه توګه یې ادا کړي