د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

اتصالات مخابراتي شرکت د زرغونتیا په برخه کې د ۱۵۰۰ نیالګیو مرسته وکړه

2 حمل 1402

9522.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د زرغونتیا په برخه کې د بنسټونو او ادارو له لوري د مرستو پر دوام، اتصالات مخابراتي شرکت د مورپان د ۱۵۰۰ نیالګیو په مرسته کولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د لسمې ناحیې رئیس د یاد شرکت له مسئولانو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، دا نیالګي به په وزیرمحمد اکبرخان پارک او نورو سیمو کې کېنول شي. ورته مهال د لومړۍ ناحیې رئيس او د ښاري نظم کمیسیون غړي مولوي محمد عالم عاصم وویل چې، اړینه ده ټول ښاریان په ځانکړې توګه سوداګر او متشبیثین د ښار د ښکلا او زرغونتیا په برخو کې د دیني مسئولیت او هېوادنۍ مینې له مخې له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسي. د اتصالات مخابراتي شرکت استازو ژمنه وکړه چې، د ښار د آبادۍ، ښکلا او زرغونتیا په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي، ځکه دا د ټولو ګډ مسئولیت دی