د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسب د کابل ښاروال پیغام

3 حمل 1402

9528.jpg (948 × 534)

د برکتونو، رحمتونو، مغفرت او د قرانکریم د نزول مبارکې میاشتې(رمضان) د را رسېدو له کبله د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانستان متدین ولس او د کابل درنو ښاریانو ته د زړه له تله مبارکي وایم او له فرصت څخه په ګټه اخیستلو له ټولو درنو کابل ښاریانو څخه غوښتنه کوم چې، د ژوند په ټولو چارو په ځانګړې توګه د ښاري فرهنګ په برخه کې اسلامي اخلاق او اصول په پام کې ونیسي او له ګاونډیانو سره د نیک چلند، خپلوۍ پالنې، له یو بل سره د مرستې کولو، او د ښاري مسئولیتونو په ترسره کولو کې هېڅ راز هڅې دریغ نه کړي. په همدې توګه د لومړنیو خوراکي توکو له پلورونکو هیله کوم چې، انصاف په پام کې ونیسي او له احتکار او په لوړه بیه د توکو له پلور څخه په جدي توګه ډډه وکړي. د کابل ښاروالۍ د نرخونو د کنټرول برخې کارکوونکي به په دې میاشت کې په جدي توګه د توکو له بیې او کیفیت څخه څارنه کوي او د سرغړونې لیدلو په صورت کې له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي. دغه راز د کابل ښاروالۍ زیارکښه تنظیفي پرسونل هم د ښاري پاکۍ په برخه کې هڅې کوي او له ښاریانو څخه هم هیله کیږي چې، کثافات تیت نه کړي او له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. ژوند مو له برکت او صمیمت څخه ډک و اوسه، عبادتونه او دعاګانې مو د لوی خدای (ج) په دربار کې قبولې شه