د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نهمه ناحیه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

5 حمل 1402

9530.jpg (1024 × 576)

ښاریانو ته د ښاري او ترانسپورټي آسانتیاو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر (UNOPS) په مرسته د نهمې ناحیې په څوارلسم ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د نهمې ناحیې رئیس حافظ حیات الله حیات وویل چې، دا سړک د ۱۲۸۰ متره په اوږدوالي او په منځنۍ کچه د ۴ مترو په پراخوالي د لښتیو په ګډون جوړیږي چې، قلعه عمرخان له قلعه وکیل او څلورم مکروریان سره نښلوي. نوموړي په نږدې ورځو کې د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې د څو نورو سړکونو د جوړېدو خبر هم ورکړ او زیاته یې کړه چې، د یادو سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسیدونو پر وړاندې شته ترانسپورټي او چاپیریالي ستونزې حل شي. د کابل ښار د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیس عبدالمجیب صافي د کابل ښاروالۍ له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ وویل چې، د سیمې اوسیدونکي له داسې پروژو د هرکلي سربیره، د کابل ښاروالۍ له ټولو پلانونو او پروګرامونو څخه په کلکه ملاتړ کوي