الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه ترسره شوه

5 حمل 1402

9532.jpg (1820 × 1024)

نن د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ نېټه، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ، د کابل ښاروالۍ د مرستیالانو او درئیسانو په ګډون د اداري شورا غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې په شفافه توګه د عوایدو په راټولولو، له ودانیزو سرغړونو څخه د مخنیوي، د کابل ښاروالۍ د جایدادونو په کرایه ورکولو، د لومړنیو خوراکي توکو د بیو د کنټرول، د اصنافو له لوري د حفظ الصحې په پام کې نیولو، د تجهیزاتو او امکاناتو پوره کولو، د تنظیفي وضعیت ښه والي او د ښاریانو دسندونو پړاونو آسانه کولو په اړه بحث وشو او لازمې پرېکړې وشوې.