الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې اداري ودانۍ رنګ او بیا ورغول شوه

5 حمل 1402

9534.jpg (1024 × 576)

د اداري تاسیساتو د ساتنې په موخه، په پل خشک سیمه کې دیارلسمې ناحیې اداري ودانۍ د یادې ناحیې د رئیس محمد حامد امیري په شخصي لګښت رنګ او بیا ورغول شوه. د دیارلسمې ناحیې رئیس محمد حامد امیري وویل چې، دا کار یې د هیوادنۍ مینې او ملي احساس له مخې ترسره کړی دی او د ودانۍ رنګولو او بیارغونې سربېره به یې په انګړ کې یو شمېر نیالګي او ګلان هم کېنول شي. نوموړي دغه راز د یادې ناحیې د کارکوونکو له لوري په دیوالونو د ښاري پیغامونو له لیکلو هرکلی وکړ او د دوی دا کار یې وستایه. د ناحیو دایمي پتې له ښاریانو سره مرسته کوي، څو پر وخت خپلې ستونزې له مسئولانو سره شریکې کړې