الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

6 حمل 1402

9537.jpg (1820 × 1024)

د ښار په کچه د نیالګیو کېنولو کمپاین پر دوام، د دولسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې سلګونه نیالګي کېنول شول. د دولسمې ناحیې رئیس مولوي سراج الدین وویل چې، د ښاري سیمو د زرغونتیا په نیت، د یادې ناحیې دبیلابیلو سیمو زرغونتیا ته پاملرنه کیږي. نوموړي زیاته کړه چې د یادې ناحیې د اوسېدونکو په مرسته د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري او د یاد کمپاین له پیل څخه تر اوسه  پورې د دولسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې زرګونه نیالګي کېنول شوي دي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د کېنولو شویو نیالګیو په ساتنه او خړوب کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي