د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بازارونو کې د لومړنیو توکو له بیو څخه څارنه جريان لري

7 حمل 1402

9541.jpg (1820 × 1024)

د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون له لوري، د ښار په بېلابېلو بازارونو کې د نرخنامې د پلي کیدو له څرنګوالي څخه څارنه وشوه. سرغړونکو هټیوالو او پلورونکو ته سپارښتنه وشوه، څو توکي په لوړه بیه او له نرخنامې سره په ټکر کې ونه پلوري، له دې پرته به له جدي قانوني چلند سره به مخ شي. په همدې توګه پلورونکو ته وویل شول چې، نرخنامه د لیدلو وړ ځای کې نصب کړي. د یاد کمیسیون له لوري د هټیوالو بېلونه هم وکتل شول، چې یو شمېر یې په لوړه بیه د توکو پلورلو له امله تادیب شول. اوس مهال پرته له انحصار څخه په بازارونو کې خوراکي او نور توکي شته او ټول ښاریان کولای شي په مناسبه بیه خپل د اړتیا وړ توکي وپیري د لومړنیو توکو نرخنامه د بازارونو اقتصادي وضعیت ته په کتو د بېلابېلو ادارو له استازو څخه د جوړ شوي کمیسیون له لوري جوړیږي او کابل ښاروالي یې په بازارونو کې د پلي کولو مسئولیت لري