الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

دکابل ښاروالۍ د ۱۶۷ تخنیکي او مسلکي بستونو د آزموینې لومړی پړاو ترسره شو

7 حمل 1402

9543.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ۱۶۷ خالي، تخنیکي او مسلکي بستونو لپاره د ازادې سیالۍد پروسې تر اعلان وروسته، نن د اداري اصلاحاتو په خپلواک کمېسیون کې د ۶ بستونو لپاره د ۱۱۱ کسانو په ګډون ازموینه واخیستل شوه. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال محمد خالد سجستاني په داسې حال کې چې،دچارو ادارې، اداري اصلاحاتو او د بېلابېلو رسنیو استازو هم حضور درلود ، په خپلو خبرو کې د دې پروسې له شفافيت څخه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د منطقي انتقاد په صورت کې د‌کابل ښاروالۍ دروازې د ګډونوالو پر مخ پرانيستې دي همدارنګه ښاغلي سجستاني زياته کړه چې د "واسطې، رشوت او شخصي اړیکو" پر ځای به په خالي بستونو کې په شرایطو برابر او وړ کسان ګمارل کېږي.مولوي خالد ډاډ ورکړ چې په راتلونکو ورځو کې به د پاتې بستونو ازموينه هم واخيستل شي او د‌دې پروسې ګډونوالو ته یې د خدای ج له دربار څخه په صادقانه خدمت کې د بریالیتوب دعا وکړه. د ۱۶۷ خالي بستونو له اعلان وروسته، ۱۴۸۲۶ کسانو نوم لیکنه وکړه،چې له دې جملې څخه ۲۸۸۴ کسان په شرايطو برابر وپېژندل شول