د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۲۰۰۰ نیالګي کېنول شول

8 حمل 1402

9547.jpg (1820 × 1024)

په تېرو څو ورځو کې د پغمان د بېلابېلو سیمو د اوسېدونکو په مرسته، د څوارلسمې ناحیې د مسوولینو له خوا له ۲۰۰۰  څخه ډیر نیالګي کینول شوي دي. د څوارلسمې ناحیې مرستیال قاري محمود محمد زاده په دې اړه وویل: دغه نیالګي د پغمان په عمومي باغ، ګلدانونو، په تفریحي سیمو او ښوونځیوکې کینول شوي دي. نوموړي زياته کړه، د پغمان دبیلابیلو سیمو دزرغونتیا په برخه کې د یادې سیمې د اوسیدونکو ونډه د پام وړ ده. همدا راز دسیمو اوسیدونکو ژمنه وکړه چې، د نیالګیو او ونو د خړوب په بر خه کې به له کابل ښاروالۍسره په دوامداره توګه مرسته کوي. د نيالګيو ايښودلو د کمپاين په ترڅ کې د ښوونځيو زده کوونکو ته هم سپارښتنه وشوه چې، د خپلو نیالګیو او ونو په ساتنه او پالنه کې پاملرنه وکړي