د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۱ مالي کال د مهمو لاسته راوړنو او د ۱۴۰۲ کال د پلانونو په اړه رسنیز کنفرانس ترسره شو

8 حمل 1402

9548.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د کابل ښاروالۍ د استازي نعمت الله بارکزي له لوري د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۱ کال د مهمو لاسته راوړنو او د ۱۴۰۲ کال د پلانونو تشریح کولو په اړه د یوه رسنیز کنفرانس په ترڅ کې له رسنیو او ژورنالیستانو سره معلومات شریک شول د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال وویل چې، کابل ښاروالي توانېدلې ده د ډېرو کمو امکاناتو او سرچینو په درلودلو سره په تېر یوه کال کې ښاریانو ته خدمتونه وړاندې کړي او یو پر بل پسې ډېر شمېر زیربنايي او ټولګټې پروژې د ښار په کچه پلې کړي. نوموړي له ښاریانو هیله وکړه چې، د کابل ښاروالۍ د پلانونو په پلي کېدو کې ورسره مرسته وکړي، څو ډېر ژر کابل په یوه پرمختللي او ښایسته ښار بدل شي. ورپسې د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي په خپلو خبرو کې وویل چې، په تېر ۱۴۰۱ کال کې د کابل ښاروالۍ له عوایدي سرچینو ۴.۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي او د ښاري خدمتونو په برخه کې مصرف شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې، د څه باندې ۳۰ کیلو مترو اصلي او فرعي سړکونو جوړول، د ۳۳۰ زره مټریک ټنه کثافاتو راټولول او لېږدول، د څه باندې دوه میلیونه ونو خړوبول، د ۱۴۰ پارکونو ساتنه، د ۶۰۰ زره نیالګیو کېنول، له ۱۰۰۰ لوړ پوړیزو ودانیو د لوګي د تصفیې فلټر د څرنګوالي په اړه څارنه او له ودانیزو سرغړونو څخه مخنیوی د ۱۴۰۱ کال له مهمو لاسته راوړنو یادولی شو. په همدې توګه د ۱۰ جوماتونو جوړول، د ښکلا د تاريخي او فرهنګي سمبولونو جوړول، د څه باندې سلو ګذرونو لپاره د وکیلانو ټاکل او د شفافیت او ځواب ویلو په موخه  له فعالیتونو د کلپونو او راپورونو خپرول نورې مهمې کړنې دي چې، په تېر کال کې ترسره شوې دي. ښاغلي بارکزي د ۱۴۰۲ کال په پلان کې د څه باندې ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۵۰ نویو پروژو خبر هم ورکړ چې، له دې ډلې ۵۸ یې یوازې د اصلي او فرعي سړکونو جوړولو په برخه کې دي. د نوموړي په وینا په روان کال کې به ډیری برخې تمویل او تجهیز شي، څو په دې توګه د خدمتونو په وړاندې کولو کې غوره بدلون راشي