د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې مسئولان د غوره ښاري مدیریت لپاره هلې ځلې کوي

9 حمل 1402

9550.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم رامنځته کیدو او د ښار د غوره مدیریت په پار، په دې وروستیو کې د دیارلسمې ناحیې د مسئولانو هلې ځلې ګړندۍ شوې دي، چې په پایله کې یې دیادې ناحیې په ( دوازده امام) سیمه کې ( ۱۰ ) بسوې غصب شوې زرغونه سیمه  بېرته راګرځولې ده. په همدې توګه د یادې ناحیې  یوه بله سیمه چې، د کثافاتو په غونډ ځای بدله شوې وه پاکه او اوس مهال د مسئولانو تر څارنې لاندې ده. د دیارلسمې ناحیې رئیس محمد حامد امیري وايي چې، په تېرو کلونو کې یو شمېر غاصبانو او فرصت غوښتونکو په بېلابېلو پلمو له دولتي ځمکو  څخه ناوړه ګټه پورته کوله، چې اوس د دوی ناقانونه تاسیسات ویجاړ او  غصب شوې سیمې بېرته راګرځول شوې دي. د نوموړي په وینا ،په ترافیکي بهیرکې د نظم او ښاریانو ته د آسانتیاو رامنځته کیدو په موخه، د برچي په واټونو کې ۱۵ لوحې د  ۱۵ تم ځایونو لپاره جوړې او نصب شوې دي. د دیارلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې هره ورځ له ښاري نظم څارنه کیږي؛ اړتیا ده چې ښاریان هم د ښاري تاسیساتو په ساتنه او نورو  ښاري برخو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار او همغږي و اوسي