د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر ( UNOPS) په مالي ملاتړ د اوومې ناحیې په ۲۹م ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. یاد سړک ۹۷۸ متره اوږدوالی او ۴ متره پراخوالی لري چې، د چهلستون اصلي سړک له پډولې سړک سره نښلوي د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د اړوند سیمو اوسیدونکو په وړاندې موسمي ستونزې حل او بل خوا به ډېر شمېر ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې هم رامنځته شي
د اوومې ناحیې د ۲۹م ګذر فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي
9 حمل 1402