د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د خدمتونو ادارې ( UNOPS) په مالي ملاتړ د څلورمې ناحیې په ۱۶ م ګذر کې د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي د کوڅو کانکریټ چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د یادو کوڅو او فرعي سړکونو په جوړېدو سره به نه یوازې په چاپیریالي برخه کې غوره بدلون راشي، بلکې په ژمي کې به د ښاریانو د خټو او خاورو ستونزې هم ورسره حل شي.
د څلورمې ناحیې په ۱۶م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي
10 حمل 1402