ښاریانو ته دښاري او ترانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د نهمې ناحیې په څوارلسم ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونودفتر (UNOPS) په مالي ملاتړ پیل شوې وې، لاهم روانې دي. دا سړک د (۱۲۸۰ ) متره په اوږدوالي او په منځنۍ کچه د (۴) مترو په پراخوالي سره د لښتیو په ګډون ،په بنسټیزه توګه جوړیږي چې، قلعه عمرخان له قلعه وکیل او څلورم مکروریان سره نښلوي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ډېر شمېر ښاري او ترانسپورټي آسانتیاوې رامنځته شي
د نهمې ناحیې په څوارلسم ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي
10 حمل 1402