د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ او د کانالیزاسیون او اوبو رسونې ادارې د مسئولانو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

13 حمل 1402

9576.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښاري تاسیساتو د ساتنې په موخه د کانالیزاسیون او اوبو رسونې ادارې له استازو سره د لیدنې پرمهال په ښاري سیمو کې د کېندنو او د هوکړه لیک د تعدیل په اړه بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال وویل چې، مخکې د اوبو رسونې، برښنا، انټرنیټ او نورو شبکو له لوري د ښار ډیری تاسیسات په ځانګړې توګه سړکونه او پلې لارې ویجاړې شوې دي، چې له دې وروسته به کابل ښاروالي هېڅ چاته اجازه ورنه کړي، څو په ښاري سیمو کې په خپل سر او غیر معیاري کېندنې وکړې. کابل ښاروال ټېنګار وکړ چې، د کېندنو هوکړه لیک د پلي کولو  په برخه کې د کابل ښاروالۍ او اړوند ادارو د مسئولانو ترمنځ همغږي دې لا ډېره شي ورته مهال د کانالیزاسیون او اوبو رسونې ادارې استازو د کابل ښاروالۍ فعالیتونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې، د ښاري تاسیساتو په ساتنه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د کېندنو په هوکړه لیک کې راغلي دي چې، د شبکو د رامنځته کولو او بدلولو لپاره اړونده ادارې دې ته اړ دي چې، له کابل ښاروالۍ څخه اجازه ترلاسه او له هغه وروسته په منظمه او معیاري توګه کېندنې وکړي او کیندل شوې پلې لارې او سړکونه باید په اصلي بڼه بیا ورغول شي