د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون له لوري، د ښار په بېلابېلو بازارونو کې د نرخنامې د پلي کیدو له څرنګوالي څخه څارنه وشوه. سرغړونکو هټیوالو او پلورونکو ته سپارښتنه وشوه، څو توکي په لوړه بیه او له نرخنامې سره په ټکر کې ونه پلوري، له دې پرته به له جدي قانوني چلند سره به مخ شي. په همدې توګه پلورونکو ته وویل شول چې، نرخنامه د لیدلو وړ ځای کې نصب کړي. د یاد کمیسیون له لوري د هټیوالو بېلونه هم وکتل شول، چې یو شمېر یې په لوړه بیه د توکو پلورلو له امله تادیب شول. اوس مهال پرته له انحصار څخه په بازارونو کې خوراکي او نور توکي شته او ټول ښاریان کولای شي په مناسبه بیه خپل د اړتیا وړ توکي وپیري
په بازارونو کې د لومړنیو توکو له بیو څخه څارنه جريان لري
14 حمل 1402