الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پروژو د پلي کیدو په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوه

14 حمل 1402

9580.jpg (1820 × 1024)

په کابل کې د سړک جوړونې د یو شمېر پروژو په وړاندې د شته ستونزو د حل په موخه. د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ تخنیکي غونډه  ترسره شوه. په دې غونډه کې چې، د کابل ښاروالۍ تخنیکي او فني مسئولانو ګډون کړی وو، د تداکارتي پړاوونو  آسانه کولو، د تخنیکي سندونو برابرولو، د حقوقي ستونزو او نورو اړوندو مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې او اړینې پرېکړې ترسره شوې. کابل ښاروال اړوندو مسئولانو ته سپارښتنه وکړه چې، د پروژو په پلي کولو کې دې له هیڅ راز هلوځلو څخه ډډه و نه کړي او هرڅه ژر دې د نیم ګړو پروژو چارې پیل کړي. ټاکل شوې ده د کابل ښار د معیاري ودې او پراختیا په موخه ،د سړک جوړولو د لسګونو پروژو چارې پیل شي