له پښتونستان واټ څخه تر کابل سیند پورې د (۴۷۰) متره په اوږدوالي او (۹۰) سانتي متر په پراخوالي سره د لښتي جوړولو چارې بشپړې شوې. دا لښتی د ځمکې سر اوبو د مدیریت په موخه په بنسټیزه توګه جوړ شوی دی چې، ورسره جوخت به په واټونو کې د اوبو له ډنډ کېدو مخنیوی وشي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو ریاست انجنیرانو د دغې پروژې له کیفیت او پر ټاکلې وخت یې د چارو د بشپړیدو په موخه، په دوامداره توګه څارنه کړې ده
له پښتونستان واټ څخه تر کابل سیند پورې د لښتي جوړولو چارې بشپړې شوې
14 حمل 1402