د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د خدمتونو ادارې (UNOPS) په مالي ملاتړ د اتمې ناحیې په اتم ګذر کې د (۳) فرعي سړکونو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې لاهم روانې دي. یاد سړکونه ټولټال ( ۶۵۲) متره اوږدوالی او په منځنۍ کچه ۴ متره پراخوالی لري چې، په جوړېدو سره به یې د سیمې د خاورو او خټو ستونزې حل او ورسره جوخت به خلک ترانسپورټي او ټولنیزو آسانتیاو ته لاس رسی ومومي
د اتمې ناحیې د اتم ګذر د فرعي سړکونو جوړولو چارې روانې دي
14 حمل 1402