الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په لسم ګذر کې د فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

15 حمل 1402

9586.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي  خدمتونو د دفتر (UNOPS) په مالي ملاتړ، د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند په لسم ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د پنځمې ناحيې مرستيال رفيع الله احمدزي په دې اړه وويل، چې دغه فرعي سړک به د کمپنۍ سړک او د خوشحال خان مېنې د (ج) برخې تر منځ د( ٦١٠ ) مترو په اوږدوالي او (۶)  مترو په سور سره به د سړک غاړې لښتیو په ګډون جوړ شي. د دغه سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسیدونکو پر وړاندې دموسمي ستونزو  له حل سربیره، ترانسپورټي او ټولنیزې آسانتیاوې هم رامنځته شي. د یادولو وړ ده چې، د دغې پروژې په پلي کیدو سره ،ګڼ شمیر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده