د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په دوه مهمو سیمو کې له څراغونو جوړ د تونل په بڼه د ښاري ښکلا سمبولونه نصب شول

15 حمل 1402

9588.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست په هڅو، د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د ښاري ښکلا دوه له څراغونو جوړ شوي تونل ته ورته سمبولونه د شهرنو پارک او مطبعې څلورلارې په سیمو کې نصب شول. دغه تونلونه ۱۲ او ۱۶ متره اوږدوالی لري چې، په رنګ رنګ څراغونو ښکلي شوي دي. دې کار ښاري ښکلا نوره هم زیاته کړې او د ښاریانو لخوا یې تود هرکلی شوی دی. د ښار په بېلابېلو برخو کې د ښاري ښکلا سمبولونو په جوړېدو سره د خلکو په رواني لید کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی دی. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست پلان لري چې، د روژې مبارکې میاشتې او اختر په مناسبت، د ښار په نورو مهمو سیمو کې هم د ښاري ښکلا پروګرامونه پلي کړي، څو د ښاریانو د خوښۍ لامل وګرځي