دیو شمیر ښاریانو د شکایتونو پر بنسټ، د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ سیمې په یوه سرای کې د یوه غیر قانوني د څارویو ذبح کولو ځای فعالیت بند شو. د پنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزي په دې اړه وویل: په دې سیمه کې یوشمیر خلکو په غیرقانوني توګه او دښاري اصولو خلاف خپل څاروي ذبح کول چې، له امله یې په سیمه کې ګڼې ستونزې رامنځته کړې وې. دا په داسې حال کې ده چې، د کمپنۍ نخاس (نقاش) سیمه کې د څارویو ذبح کولو لپاره ځانګړی او په عصري وسایلو سمبال ځای په پام کې نیول شوی دی
د څارویو د ذبح کولو د یو ناقانونه ځای فعالیت بند شو
15 حمل 1402