الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

دقلعه زمان خان د شپیته متره سړک په منځني ګلدان کې په سلګونو نیالګي کینول شول

15 حمل 1402

9592.jpg (1820 × 1024)

د قلعه زمان خان  د ۶۰ متره سړک د منځ ګلدان د زرغونتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا په سلګونو نیالګي کېنول شول. دزرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکيل متوکل وويل، چې تر دې مخکې دغه ګلدان د سړک د ودانیزو توکو پر سر جوړ شوى و، چې د بوټو جرړو (ریښو) ته یې اوبه نه رسیدې. ښاغلي متوکل په ډاګه کړه، چې د نيالګيو له ايښودلو مخکې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست د يو متر په ژوروالي ددغه ګلدان منځ کې کېندنه کړې  او هم يې کرنيزه خاوره په کې اچولې ده. د یادولو وړ ده چې، د قلعه زمان خان د ۶۰ متره سړک په اوږدو کې، ۸۰۰ نیالګي کېنول شول چې له ډلې یې ۶۰۰ نیالګي د (ادا) روغتیایي دفتر د کارکوونکو لخوا مرسته شوي دي