د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون له لوري، د دیارلسمې ناحیې اړوند بازارونو کې د لومړنیو توکو له بیو څخه څارنه وشوه. په یاده ناحیه کې ډیري پلورونکو د کابل ښاروالۍ نرخنامه د لیدو وړ ځای کې ځړولې وه او هغه یې په پام کې نیوله. د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست مسئولانو، له دغو پلورونکو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، د هټیوالو د خرڅلاو بلونه هم څارل کیږي او سرغړونکو به له جدي قانوني چلند سره مخ شي
د دیارلسمې ناحیې اړوند بازارونو کې د لومړنیو توکو له بیو څخه څارنه وشوه
16 حمل 1402