د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پُل سوخته سړک په اوږدو کې د یوه لوی ګلدان جوړولو طرحه مثبته و ارزول شوه

17 حمل 1402

9598.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د پل سوخته سړک په اوږدو کې د یوه لوی ګلدان جوړولو طرحه، چې ټاکل شوې ده د ۶۰ متره په اوږدوالي، د ۴ متره او ۶۰ سانتي په پراخوالي او د ۲ متره او ۶۵ سانتي متره په لوړوالي سره د پنځمې ناحیې د مرستیال رفیع الله احمدزي تر مدیریت لاندې د امیري کمپلکس روغتون په مرسته جوړ شي، مثبته و اروزله او د لا بډاینې په موخه یې خپل وړاندیز او نظر ورسره شریک کړل. د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال د ښاري ښکلا په برخه کې د سوداګرو او ملي متشبیثینو له مرستو او ګډون څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، اړینه ده ټول ښاریان په ځانګړې توګه ملي پانګوال د ښار په آبادۍ، ښکلا او بیارغونه کې برخه واخلي. ښاغلي سجستاني زیاته کړه چې، د پل سوخته سړک په اوږدو کې دا لوی ګلدان به په څو پوړیز ډول جوړيږي، چې لاندۍ پوړ به یې د تونل شکل ولري جوړ او په زینتي بوټو ،ګلانو او رنګ رنګ څراغونو به ښکلی شي